د سترې محکمې قضائي او نظامي معاون صاحبانو د ایران له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۲۸
د سترې محکمې قضائي او نظامي معاون صاحبانو د ایران له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

د شنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په اتمه نېټه) د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمدقاسم (راسخ) صاحب او د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې د معاون او د قضائیه قوې د عالي شورا د غړي محترم کاظم غریب آبادي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي سره د سترې محکمې د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې د سترې محکمې پر قضائي او نظامي معاون صاحبانو سربېره د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د سترې محکمې د مقام دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني)، د نظامي منسوبینو دېوان عضو مفتي محترم مولوي عبدالباقي (حقاني) او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمدقاسم (راسخ) صاحب د ایران اسلامي جمهوریت څخه راغلي پلاوي ته هرکلی ووایه زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو اسلامي هیوادونو سره د ښو او د متقابل احترام پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.
دغه راز محترم شیخ محمدقاسم (راسخ) صاحب ایراني پلاوي ته د افغانستان اسلامي امارت د محاکمو د عمومي تشکیل او پر محاکمو کې د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو بهیر په تړاو معلومات ورکړل وویل، د افغانستان اسلامي امارت محاکم کاملاً خپلواک او د حنفي فقهې په اساس د مراجعینو دوسیو ته رسېدنه کوي.
پر دې سربېره په ناسته کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر تقویه، له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو پر انتقال، په ایران کې له افغانانو په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره د ایراني چارواکو پر ښه چلند او نورو مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې معاون او د قضائیه قوې د عالي شورا غړي محترم کاظم غریب آبادي د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې له محترمو معاون صاحبانو مننه وکړه چې دوی ته یې د لیدنې لپاره وخت ورکړ وویل، ایران او افغانستان اسلامي او ګاونډي هیوادونه دي او دواړه هیوادونه ډېر مشترکات لري.
نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو د تقویې غوښتونکی دی.
یاده غونډه په ځینو نورو مهمو مواردو تر تفصیلي خبرو وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی