د سترې محکمې عالي مقام د دفتر له عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل «حقاني» سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه
د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي رئيس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل (حقاني) صاحب تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قیمتي وخت راکړ او دې خپرونې ته درته هر کلی وایم.
لومړۍ پوښتنه: حقاني صاحب، که د اسلامي عدالت خپرونې په سر کې د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د مهمو مسؤولیتونو په اړه راته ووایئ؟
ځواب: اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین و الصلاة و السلام علی سید المرسلین محمد و علی آله و اصحابه اجمعین اما بعد:
قدرمنو، زه هم له تاسو مننه کوم چې ګرانو هېوادوالو ته د اسلامي عدالت خپرونې له لارې د سترې محکمې او اړوندو معاونیتونو، دېوانونو او ریاستونو معلومات راټول او تر دوی رسوئ.
د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست مهم مسؤولیتونه په لاندې ډول دي:
1. د ځانګړو مراجعینو یا عارضینو مشکلات اورېدل، که یې حل کول د سترې محکمې په رهبرۍ پورې تړاو درلود، د رهبرۍ له محترم عالي مقام سره یې شریکول او تر هدایت اخیستو وروسته اړونده مرجع ته یاد هدایت لېږل.
2. د کار پر وخت ترسره کولو او شفافیت را منځته کولو په موخه د ماتحت کسانو نظارت او کنټرول.
3. په خاص او ځانګړي حالت/وخت کې د سترې محکمې له محترمې رهبرۍ سره د عارض ملاقات تنظیمول.
4. د عمومي او خصوصي ملاقاتونو تنظیمول.
5. د رسمي غونډو تنظیم او همغږي.
دویمه پوښتنه: محترم حقاني صاحب، د خپرونې په دې برخه کې که لوستونکو ته دا معلومات ورکړئ، چې که یو څوک له ستونزې سره مخ وي، څنګه کولای شي خپله ستونزه د سترې محکمې له عالي مقام سره شریکه کړي؟
ځواب: دا چې ستره محکمه په خپل تشکیل کې د عرایضو مدیریت لري، عارضین کولای شي، چې خپلې عریضې یاد مدیریت ته تسلیم کړي، یادې عریضې د اړونده مدیریت د فوق رئيس صاحب لخوا د سترې محکمې له محترم رهبرۍ سره شریکېږي؛ البته هر هغه هېوادوال چې موضوع ته یې په محاکمو کې اصولي رسېدنه نه کېږي او یا کوم بل خاص مشکل د محکمې له اجراآتو څخه ولري، کولای شي چې خپله موضوع د عریضې په بڼه له مؤجه دلایلو سره د مقام دفتر عمومي ریاست مربوط (۱۲مې) غرفې ته تسلیم کړي، دا هم هغه غوښتنې چې د تسلیمۍ په اړه د سترې محکمې رهبري هدایت وکړي.
درېیمه پوښتنه: محترم حقاني صاحب، ولایتونو ته د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب (حفظهالله) د سفرونو تنظیم او له اړوندو مسؤولینو سره همغږي هم ستاسو د ریاست مسؤولیت دی، کولای شې په تېرو کلونو کې د قاضيالقضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د سفرونو او د یادو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه لوستونکو ته معلومات ورکړې؟
ځواب: د سترې محکمې رئیس او قاضيالقضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د محاکمو د قضائي او اداري چارو د لا بهبود، د هېوادوالو د مشکلاتو د حل، د محاکمو د اړتیاوو د مشخصولو او مراجعینو د غږ د اورېدو لپاره خپله څو ځله بېلا بېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، چې د هر کال د سفرونو موخې او معلومات په لاندې ډول درسره شریکوو:
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضيالقضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ۱۴۴۴هـ ق، ۱۴۴۵هـ ق او ۱۴۴۶هـ ق کلونو کې ۲۲ځله ولایتونو ته سفرونه کړي، چې له دې جملې یې په ۱۴۴۴هـ ق کال کې د ملک شپږو ولایتونو [سمنګان، کندز، سرپل، بلخ، فاریاب او جوزجان]، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې یې اوو ولایتونو [هرات، پکتیا، کندز، بلخ، بدخشان، ننګرهار او لغمان] او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې یې د ملک نهه ولایتونو [کندز، اروزګان، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، زابل او خوست] ته سفرونه کړي دي، چې عمده موخې یې د ولایتي مرافعه، ښاري ابتدائیه، ولسوالیو ابتدائیه او نورو اړوند محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو سره لیدنې، د ولایتي محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو اړتیاوې او غوښتنې اورېدل، د ولایتي محاکمو له مراجعینو سره لیدنه او د محاکمو د فعالیت په اړه د دوی نظرونه اورېدل، د ولایتي امارتي ادارو له مسؤولینو سره لیدنه، له محاکمو سره د همکارۍ او همغږۍ د تقویې په اړه هغوی ته هدایات، د محاکمو د فعالیت په اړه د دوی نظرونه او مشورې اورېدل، د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته لازم هدایات او د مراجعینو غږ اورېدل و.
د دغه سفرونو پر مهال د محترم شیخ صاحب د خبرو او هدایاتو عمده موضوعات:
1. د دغه سفر موخه دا ده چې تاسو وکولای شئ له نږدې خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړی او موږ د یادو ستونزو د حل لپاره درته مناسبې سپارښتنې او هدایات وکړو.
2. د محاکمو مسؤولین ډېر لوی مسؤولیت په غاړه لري، له قضاتو څخه هر څوک تمه لري چې د دوی په وسیله خپل حقونه ترلاسه کړي؛ په اصل کې د دوی دغه تمه پر ځای ده؛ ځکه موږ د محاکمو په وسیله خپل حقونه ترلاسه کولای شو؛ نو ځکه قضاتو ته ضروري ده چې له خلکو سره ښه اخلاق وکړي تر څو خلک په ځانګړې توګه مظلومان خپل د حقونو د ترلاسه کولو لپاره محاکمو ته مراجعه وکړي.
3. رسول الله (صلیالله علیه وسلم) فرمايي: ((انصر أخاک الظالم والمظلوم) یعنې له مظلوم سره د نصرت معنی داده چې دوی خپلو حقونو ته ورسېږي.
4. که موږ توجه وکړو په تېرو ۴۳ کلونو کې پر ولس بېلا بېل ظلمونه شوي دي، زموږ هدایت او هدف دادی چې له دې وروسته په ولس له هېڅ لارې ظلم ونشي.
5. په خپلو پرېکړو کې حکمت په نظر کې ونیسئ، د عثماني خلافت پر مهال یو مدعي او مدعی علیه د کومې موضوع پر سر د دعوې په نسبت قاضي صاحب ته راغلل، قاضي صاحب دوی دواړه دومره ترغیب او ترهیب کړل چې دواړو وژړل او په خپله خوښه یې خپل منځ کې سوله وکړه.
6. له خپلو پرېکړو مخکې همېشه طرفین سولې ته دعوت کړئ، د دررالحکام لیکوال لیکي: ((کله چې د پرېکړې شرایط موجود وي قاضي ته جایزه نه ده چې حکم وځنډوي، مګر په څلورو صورتونو کې، چې له دې ډلې یو یې همدا دی چې قاضي له طرفینو د سولې امید ولري. قضاوت په اصل کې یوه دینې دنده ده چې باید په اصولي ډول ترسره شي.))
7. د محاکمو قضائي، اداري او نظامي غړي دې خپلې اړوند چارې په ټاکلي وخت ترسره کوي.
8. قضات باید د اسلامي شریعت او سترې محکمې د عالي مقام د هدایاتو او اوامرو مطابق د عدالت د تأمین برخه کې خپل لوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي.
9. محترم قضات دې هر وخت هغه اصول، مقررې او متحدالمآلونه چې د سترې محکمې له لارې دوی ته استول کېږي په غور او دقت سره مطالعه او ځان دې پرې پوه کړي، هڅه دې وکړي چې محاکمو ته راجع شوو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي او تر اجراآتو وروسته یې اړوند مراجعو ته ولېږي.
10. دا چې د ټولو امارتي ادارو هدف او مقصد د الهي اوامرو تطبیق دی؛ نو هره اونۍ یا دوو اونیو کې یو ځل د همغږۍ ګډې ناستې جوړوئ، له یو بل سره د اړوند موضوعاتو په تړاو نظرونه شریکوئ او د ټولو ادارو ترمنځ همغږي او همکاري قوي کړئ.
څلورمه پوښتنه: محترم حقاني صاحب د سترې محکمې د رسمي اعلامیو له مخې، هر کال د روژې مبارکې میاشتې او اخترونو په مناسبت د سترې محکمې محترم عالي مقام یو شمېر زندانیانو ته عفوه کوي او یو شمېر نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکوي، که د دغه بهیر په اړه لوستونکو ته معلومات ورکړئ او دغه راز دا روښانه کړئ چې په دې کسانو کې کوم زندانیان شاملېږي؟
ځواب: دا چې تعزیر ورکول په اسلام کې یو اصل دی، د همدې اصل په اساس محاکم یو متهم یا مجرم ته تعزیراً قید ورکوي، البته کله کله یو محبوس زندان کې اصلاح شوی وي، د زندان ټول اصول یې مراعات کړي وي، د توبې آثار ورباندې ښکاره وي او د زندانونو چارو اداره یې د اصلاح تائید هم کوي، د دغسې محبوسینو په اړه د مشرتابه محترم عالي مقام د هدایت سره سم د سترې محکمې په رهبرۍ کې یو مشترک هیئت ټاکل کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت، د استخباراتو لوی ریاست، د امنیه قوماندانۍ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست او د علماوو شورا ریاست استازي یې غړیتوب لري.
یاد ګډ هیئت په مرکز کې د سترې محکمې د تفتیش عمومي ریاست په سرپرستۍ کې او په ولایاتو کې د اړونده ولایت د مرافعه محکمې د رئیس صاحب په سرپرستۍ کې له زندان څخه لیدنه کوي، د مشخصي فورمې مطابق د بندي څخه مکمل او بشپړ معلومات لیکي، وروسته مکمل راپور د خپل نظر سره مل د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست ته رالېږي، د مقام دفتر عمومي ریاست لخوا یادې فورمې مرکزي هیئت ته توزېع کیږي، څار او تعقیب یې د مقام دفتر عمومي ریاست لخوا ترسره کېږي. البته یوه شي ته باید د لوستونکو پام وي، چې په تخفیف او عفوه ورکولو کښي مدار د حکم/مدار د اعتبار د مرکزي هیئت نظر دی او همدارنګه په یاده پروسه کې هغه کس/ محبوس شاملېږي، چې متکرر مجرم نه وي، مشهور بالفساد نه وي، حق العبدي ونلري، د قتل او مسلحانه غلا په جرم بندي نه وي او همداراز دوسیه یې په جریان کې نه وي.
پنځمه پوښتنه: محترم حقاني صاحب، که د اسلامي عدالت خپرونې په دې برخه کې هېوادوالو ته د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د مهمو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړئ؟
ځواب: د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د مهمو لاسته راوړونو تفصیل په لاندې ډول دی:
د مشرتابه محترم عالي مقام د (۴۳) ګڼه فرمان او ۱۱/۱۱/۱۴۴۴هـ ق نېټې په اساس د تقنیني سندونو د نهایي کتنې مستقل کمېسیون له لوري په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۳۵) قوانین، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۳۸) قوانین او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۱۷) قوانین چې مجموعي (۹۰) قوانین کېږي، د توشېح او منظورۍ په موخه د مشرتابه محترم عالي مقام ته د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست لخوا لېږل شوي دي.
همدارنګه د مشرتابه محترم عالي مقام په هدایت او د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب د حکم په اساس په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۴۶۳۸) محبوسینو ته عفوه او (۹۶۰) محبوسینو ته د بند په موده کې تخفیف، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۳۲۰۴) محبوسینو ته عفوه او (۱۶۹۰) محبوسینو ته د بند په موده کې تخفیف، په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۴۰۲۲) محبوسینو ته عفوه او (۴۱۰۲) محبوسینو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو، چې مجموعاً (۱۱۸۶۴) محبوسینو ته عفوه او (۶۷۵۲) محبوسینو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.
همداراز د تېرې ادارې د فیصلو د بیا څېړلو اختصاصي محاکمو ته د سترې محکمې د مقام دفتر عمومي ریاست له لوري په ۱۴۴۳هـ ق کال کې (۳۲۰۲) جلده دوسیې، په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۳۰۹۴) جلده دوسیې او په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۱۱۹۰) جلده دوسیې چې مجموعاً (۷۴۸۶) جلده دوسیې کېږي، د وروستیو کړنو په موخه لېږل شوې دي.
په دې سربېره د سترې محکمې د (۳۸) شمېرې، ۴/۶/۱۴۴۴هـ ق نېټې متحدالمآل په اساس په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۳۶۳) جلده دوسیې، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۹۷۴) جلده دوسیې او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۲۹۹۹) جلده دوسیې چې مجموعي (۴۳۳۶) جلده دوسیې کېږي، د تعزیراتو د تطبیق په موخه اړونده محاکمو ته لېږل شوې دي.
د مشرتابه محترم عالي مقام د (۱۶۹۱) ګڼې او ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق نېټې حکم په اساس د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست په څلورو کلونو کې د رؤیت هلال هیئت (۳۹) ناستې تنظیم کړې دي، چې له دې جملې په ۱۴۴۳هـ ق کال کې (۳) جلسې، په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۱۲) جلسې، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۱۲) او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۱۲) جلسې ترسره شوې.
دغه راز د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست په څلورو کلونو کې د سترې محکمې عالي شورا (۱۲۴) ناستې تنظیم کړې دي، له دې جملې په ۱۴۴۳هـ ق کال کې (۱۱) جلسې، په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۲۹) جلسې، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۳۸) جلسې او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۴۶) جلسې تنظیم او ترتیب شوې دي.
او د مشرتابه محترم عالي مقام د هدایت سره سم د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب په سرپرستۍ د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او اصلاح هیئت په ۱۴۴۴هـ ق کال کې (۴۸) جلسې، په ۱۴۴۵هـ ق کال کې (۴۸) جلسې او په ۱۴۴۶هـ ق کال کې (۴۸) جلسې؛ چې مجموعاً (۱۴۴) جلسې کېږي، د سترې محکمې د مقام دفتر عمومي ریاست له لوري تنظیم او ترتیب شوې دي.
شپږمه پوښتنه: محترم حقاني صاحب، د اسلامي عدالت خپروني په پای کې غواړم د محاکمو مسؤولینو، مراجعینو او عامو هېوادوالو ته ستاسو پیغام ورسوو، که مهرباني وکړئ خپل پیغام مو راسره شریک کړئ؟
ځواب: د محاکمو مسؤولینو ته مو پیغام دا دی چې الحمدلله د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ملک کې د شرعي احکاماتو د تطبیق لپاره هېڅ کوم موجه عذر نه پاتې کېږي؛ نو لهذا د شرعي احکامو په تطبیق کې له پوره اخلاص، صداقت، متانت او توجه څخه کار واخلئ.
هېوادوالو او مراجعینو ته مو پیغام دادی چې د اسلامي نظام محاکم شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې مصروف دي، خپل پر محاکمو اعتماد وکړئ، همدا محاکم به له ظالم څخه د مظلوم حق اخلي، لهذا تاسو د خپلو ټولو شرعي حقونو د ترلاسه کولو لپاره په پوره اطمینان سره محاکمو ته مراجعه کولای شئ؛ محاکم به تاسو ته ستاسو هغه حق چې شریعت درکړی وي، درسپاري او د محاکمو د اجراآتو په پروسه کې د هېچا تر تاثیر لاندې مه راځئ.
