د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۰
د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د امارت د تأمین لاندې منازلو او جایدادونو بررسۍ ریاست تشکیل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د ( ۳۷۵۶) ګڼه ، ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق نېټې حکم په اساس له کوم تغیر پرته د سترې محکمې د نظامي معاونیت تشکیل ته را انتقال شو.
۲ـ د کابل زون په نظامي محکمه کې د غایبو اشخاصو او ساعین بالفساد د املاکو د بررسۍ نظامي محکمه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د (۱۵) ګڼې، ۲۷ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټې فرمان په اساس جوړه شوه.
۳ـ (۳۱) جلده د سوانحو دفترونه اړونده مراجعو ته ولېږل شول.
۴ـ (۱۹) جلده د سوانحو دفترونه له اړونده مراجعو څخه غوښتل شوي.
۵ـ د سوانحو د کارتونو (۷۲) قطعې ترتیبول.
۶ـ د لوړ سن په اساس د (۶۶) تنه اداري او خدمتي کارکوونکو تقاعد کول.
۷ـ د (۷۰) هغو کسانو د خدمت موده تثبیتول، چې له مخکې تقاعد ته سوق شوي وو.
۸ـ په قضائي بستونو کې د تقرر په موخه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه یو ځای آزموينه واخېستل شوه.
۹ـ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره په همکارۍ او همغږۍ د سترې محکمې د مرکزي حمایوي ریاستونو (۹۵) تنو لپاره د زده کړیزو برنامو اړتيا معلومولو پروسه ترسره شوه.
۱۰ـ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو (۳۳۶) کارکوونکو ته د موټر چلونې اصول او د لایسنس اخېستلو زمینه برابره شوه.
۱۱ـ د (۱۴۰۶) کال تشکیل د مسودې د طرحې او ترتیب په موخه د (۱۴۰۵) کال د تشکیل بیا کتنه وشوه.
۱۲ـ د (۱۴۰۵) کال منظور شوی تشکیل د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او د ولایتونو مرافعه محاکمو ته رسمًا ولېږل شو.
۱۳ـ (۸۱) جلده د سوانحو دفترونه ترتیب شوي دي.
۱۴ـ د (۳۰۹) قضاتو او اداري کارکوونکو ګمارنه او تبدیلي ترسره شوې ده.
۱۵ـ په ډیټابیس کې د (۳۰۹) کسانو د ګمارنې او تبدیلي (پ۲) ثبت شوې دي.
۱۶ـ په ډیټابیس کې (۵۷۰) قطعې د تحصیلي اسنادو، خدمتي او رخصتۍ (پ۲) ثبت او درج شوي دي.
۱۷ـ په ډیټابیس کې د (۳۰۹) قضاتو، اداري او خدمتي کارکوونکو بشپړ شهرت ثبت شوی.
۱۸ـ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو د (۳۲) اداري کارکوونکو د اجراآتو ارزونه ترسره شوې ده.
۱۹ـ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو د (۱۱) خدمتي کارکوونکو د اجراآتو اروزنه ترسره شوې ده.
۲۰ـ د ولایتونو د مرافعه محاکمو د (۵۱۲) اداري کارکوونکو د اجراآتو ارزونه ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی