د سترې محکمې د مرکزي تمیز او دارالانشاء عمومي رئیسانو د هیواد څلورو ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۳:۱۶

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او د دارالانشاء عمومي ریاست محترم رئیس مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب په ۷/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د مرکزي تمیز او دارالانشاء عمومي ریاستونو محترمو رئیسانو یادو څلورو ولایتونو ته د سفر پر مهال د محاکمو له مسؤولینو او نورو ولایتي اداري رئیسانو سره تر کتنې وروسته، په هر ولایت کې دوه تنه علماء کرام د تېرې ادارې د نهایي او قطعي شوو فیصلو د کتلو لپاره تعین کړل.

دغه راز دوی په هر ولایت کې یادو دوو علماء کرامو ته کاري دفتر او کاري طرزالعمل تعین کړ، د دوی شهرت یې ثبت او د مشرتابه عالي مقام ته به د منظورۍ لپاره ولېږل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه مقام په ذوالحجة الحرام/۱۴۴۳هـ ق نېټه د (هغو فیصلو لپاره چي پخوانۍ اداره کې نهائي یا قطعي شوې وي؛ خو تطبیق شوې نه وي) موضوع په اړه طرزالعمل تایید کړ.

د دغه طرزالعمل په لومړۍ ماده کې راغلي: ((د نوموړې محکمې لپاره دې په ولایت کې د دارالافتاء په مرکز کې کاري دفتر برابر شي، او په کوم ولایت کې چې دارالافتاء نه وي په هغه ولایت کې دې د فقهې مجلس مشر د قاضي په حیث او یو بل تن دې د مفتي او محرر په حیث وټاکل شي او په ولایت کې دې کاري دفتر ورته جوړشي، هغه وسایل چې په کاري دفتر کې ورته ضرورت وي د سترې محکمې لخوا دې ورته برابر شي، د هغوی متفرقه مصرفونه دې د سترې محکمې لخوا ورکول شي، البته نوموړي کسان دې د منظورۍ لپاره د مشرتابه مقام ته پیشنهاد شي)).

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

بیا په خبرونو کی