د سترې محکمې د قضائي تفتیش لوړ رتبه پلاوي د بغلان او سمنګان ولایتونو له محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۴:۱۰
د سترې محکمې د قضائي تفتیش لوړ رتبه پلاوي د بغلان او سمنګان ولایتونو له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت، د تفتیش عمومي ریاست د کاري پلان له مخې د یاد ریاست عمومي رئیس مفتي محمدابراهیم جان(ابوالحافظ) او ورسره مل پلاوي د 1444 هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په لومړۍ نېټه د بغلان او سمنګان ولایتونو د محاکمو د قضائي  بهیر د نظارت په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.

د قضائي پلټنې پلاوي د دغه سفر پر مهال د بغلان او سمنګان ولایتونو له قضائي چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د مرافعه محاکمو د رئيسانو په شمول یې له نورو اړوند مسؤولینو سره وکتل.

دغه پلاوي د یادو ولایتونو د استیناف د رئیسانو هغه وړاندیزونه چې د قضائي بهیر د سمون او پرمختګ په غرض یې چمتو کړي وو په دقیق ډول وڅيړل او په اړه یې له هغوی سره ګټورې مشورې او لارښوونې شریکې کړې.

د قضائي تفتیش عمومي رئیس د خپلو لیدنو په دوام د یادو ولایتونو له والیانو او نورو مسؤولینو سره هم ناستې وکړې، له هغوی سره یې د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.

هغوی ورته د محاکمو په چارو کې د اصولي همکارۍ ژمنه وکړه او د تفتیش عمومي رئیس د یادو ولایتي محاکمو مسؤولینو ته د محاکمو د چارو د بهبود لپاره د سترې محکمې لخوا د جدي توجه ډاډ ورکړ.

د قضائي پلټنې پلاوي د 1444هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په 3مه نېټه خپل سفر پای ته ورساوه او د دغه سفر د کړنو بشپړ راپور یې چمتو او د سترې محکمې محترم مقام ته وړاندې کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی