د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ يو پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۳:۲۲
د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ يو پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د جمادي الاولی مياشتې په ۲۷مه نېټه يو پلاوي چې مشري يې شيخ جلال الدين (حقاني) صاحب کوله خوست ولایت ته سفر وکړ.
شيخ جلال الدين حقاني صاحب د ياد سفر په ترڅ کې د خوست ولايت د مرکزي محبس له بنديانو څخه ليدنه وکړه، چې د يادې ليدنې پر مهال يې د خوست ولايت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي امين الله (منيب)، د خوست ولایت مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان سرپرست رئيس مولوي بادشاه (جلالي) او د ښاري محکمې رئيس ملتیا کوله.
ياد پلاوي د تڼيو ولسوالۍ د قاضي صاحب په حضور کې د تڼيو ولسوالۍ د بنديانو دوسيې وڅېړلې، چې د څېړنې پرمهال يې (۳) د فريبکارۍ او (۳) د هدفي وژنو په تړاو د موضوعاتو تحقيق او په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.
د سترې محکمې د عامه امنيت دېوان عمومي رئيس شيخ جلال الدين حقاني صاحب د مرکزي محبس د بنديانو د حال، احوال او د دوی د دوسيو پوښتنې وکړې، د دوی د اوسېدلو او نورو ضرورياتو په اړه معلومات وکړل، تر څو بنديان په تکليف نه وي او د ضرورت وړ توکي ورته رسېدلي وي.
د ياد پلاوي دغه درې ورځنی سفر د ۱۴۴۵ ھـ ق کال د جمادي الأولی مياشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

بیا په خبرونو کی