د سترې محکمې د عالي شورا ۲۶مه غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۱:۱۷
د سترې محکمې د عالي شورا ۲۶مه غونډه ترسره شوه

 

 

د چهارشنبه( ۱۸ذوالقعده/۱۴۴۴ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا ۲۶مه غونډه ترسره شوه.

 

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

 

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو  (۷) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

 

د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی