د سترې محکمې د عالي شورا د (۱۴۴۵) هـ ق کال ۱۰مه غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۵:۱۱
د سترې محکمې د عالي شورا د (۱۴۴۵) هـ ق کال ۱۰مه غونډه ترسره شوه


د چهارشنبې په ورځ (۸/جمادی الأولی/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب په سرپرستۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۰مه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) په سرپرستۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو دوولسو (۱۲) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې. 
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی