د سترې محکمې د اداري معاون په مشرۍ د چارو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۳۹
د سترې محکمې د اداري معاون په مشرۍ د چارو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۵/۱۲هـ ق) نېټه د سترې محکمې د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب په مشرۍ د چارو د لا ښه تنظیم او مدیریت او په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د اداري معاونیت په دفتر کې جوړه شوې وه، د سترې محکمې د مقام د دفتر رئیس، د بشري سرچینو عمومي رئیس، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس، د استخدام رئیس، د اداري چارو رئیس، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو سرپرست رئیس، د مالي او حسابي چارو رئیس او نورو اړوند مسؤولینو ګډون درلود.

یاده اداري ناسته د سترې محکمې د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه الله په تفصیلي خبرو پیل شوه.

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د اداري چارو د ارزښت او اهمیت په اړه د خپلو خبرو په جریان کې وویل، د یوه ارګان یا ادارې د بریالتوب لپاره په ښه او مناسب ډول د اداري چارو ترسره کېدل لازمي او ضروري دي.

محترم حقاني صاحب د سترې محکمې د مسؤولینو او منسوبینو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.

ورپسې د ناستې ګډونوالو د غونډې په اجنډاء کې د شاملو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

یاده اداري ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی