د سترې محکمې اړوند د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال د بادغيس ولایت له محاکمو او امارتي ادارو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۳۸
د سترې محکمې اړوند د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال د بادغيس ولایت له محاکمو او امارتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت د قضائي غړو مولوي محمد هاشم (الهام) او مفتي فضل الله عاصم، د قضائي تفتيش عمومي ریاست غړو شیخ محمد لعل او مولوي عطاء الرحمن، د جنوب لوېديځ زون د تميز عالي ریاست د تجارتي دېوان مفتي مولوي مغفورالله او یو شمېر نورو غړو په ملتیا، د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۶، ۲۷ او ۲۸مه نېټه د بادغيس ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او اختصاصي محاکمو ترڅنګ د وثایقو او حقوقو له آمریتونو څخه لیدنه وکړه.
محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب او ورسره مل پلاوي د یاد سفر په پیل کې د بادغيس ولایت له قضائي، اداري، خدماتي او نظامي مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل او د قضائي چارو د لا ښه تنظیم، د اجراآتو د چټکتیا، شفافیت، حساب ورکونې او همغږۍ د تقویې په موخه یې لازمې سپارښتنې او ارزښتناک هدایات ورته وکړل.
د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې د عدالت تأمین د اسلامي نظام له مهمو مسؤولیتونو څخه دی او ټول قضائي مسؤولین باید د شرعي احکامو، نافذه اصولو او اسلامي امارت د سپېڅلو ارزښتونو په چوکاټ کې ولس ته په پوره اخلاص، امانتدارۍ، تقوا او عدالت خدمت وکړي.
محترم شیخ منیر صاحب زیاته کړه، د مراجعینو دوسیې او ستونزې باید په جدي پاملرنې او بشپړ دقت وڅېړل شي او د شرعي او قانوني اسنادو تر بشپړې ارزونې وروسته دې فیصلې پر وخت ترسره شي، څو د ولس اعتماد لا پیاوړی او د خلکو حقوق په ښه ډول خوندي شي.
محترم شيخ منیر صاحب وویل، د اسلامي نظام قضائي ارګانونه د عدالت مهمه مرجع ده او د ولس خدمت، د مظلوم لاسنیوی او د حق تأمین هغه ستر مسؤولیتونه دي چې باید په رښتینولۍ او لوړ احساس یې ترسره کړي.
دغه راز محترم شیخ صاحب او ورسره مل پلاوي د بادغيس ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او اختصاصي محاکمو له ریاستونو، دېوانونو او اړوندو ادارو څخه جلا جلا لیدنې وکړې، د هغوی روان اجراآت، اداري بهیرونه، د اسنادو د تنظیم څرنګوالی او د خدمتونو وضعیت یې له نږدې وڅېړه او د چارو د لا ښه والي لپاره یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون د قضائي مرستیال په مشرۍ یاد پلاوي د خپل سفر په دوام د بادغيس ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان، د علماء شورا او ستخباراتو له رئیسانو او یو شمېر نورو امارتي له مسؤولینو سره هم جلا جلا لیدنې وکړې او د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ یې د لا قوي همغږۍ، متقابل تفاهم او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د بادغيس محترم والي، د علماء شورا او نورو امارتي ادارو مسؤولینو د سترې محکمې د دغه پلاوي د سفر تود هرکلی وکړ او دا سفر یې د قضائي او اداري چارو د لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
هغوی ډاډ څرګند کړ، چې د ولس د ستونزو د حل، د عدالت د تأمین، د شرعي نظام د پیاوړتیا او غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو ته دوام ورکوي او له قضائي ارګانونو سره به هر اړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی