د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۳۵
د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

 

پرون دوشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې میاشتې په ۱۵مه نېټه د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته بخښنه وکړه.
د قتل یاده پېښه د عرفات په ورځ (د ۱۴۴۴ کال د ذوالحجې په ۹مه)  نېټه رامنځته شوه.
په یاده نېټه یوه باروړونکي(ټېلر) موټر چې موټرچلوونکی یې احسان الله د وردګ ولایت اصلي اوسېدونکی و د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه ګل وواهه او شهید شو.

د دې پیښې دوسیه په رسمي ډول محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
یاده موضوع نن د شهر صفا ابتدائیه محکمې په وسیله د میدان وردګ او زابل ولایتونو د دیني علماوو په منځګړیتوب حل او د مقتول کورنۍ  قاتل ته بخښنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی