د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴ هـ ش کال د ربیع الثاني میاشتې په لمړۍ نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس شیخ نقیب الله اخندزاده او ورسره مل پلاوي د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان محرر مولوي عبدالنافع فیضان او د یاد ریاست د تحریراتو آمر حکمت الله (عاصم) ملتیا کوله، د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه .

په دې لیدنه کې د میزانې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې قضائي او اداري چارې له نږدې وکتل شوې، د یادې لیدنې په نتیجه کې د نوموړې ابتدائیه محکمې کارکوونکو څخه مننه وشوه چې اداري او قضائي چارې یې ښې روانې دي.

د یادې محکمې مسؤولینو ته په ټاکلي وخت قضیو ته په رسېدنې او نه ځنډ باندې ټینګار وشوترڅو د طرفینو د شکایاتو، لګښتونو او ستړیاوو مخنیوی وشي.

په عموم کې د فیصلو د نواقصو د مخنیوي لپاره ورته داسې هدایت وشو چې کله موضوع پای ته ورسېده نو باید مفتي مسوده ترتیب کړي او دوهم ځل یې قاضي صاحب دقیق تر نظر وباسي او په درېیم قدم کې به محرر صاحب فیصله ولیکي.

پر دې سربېره محترم شیخ نقیب الله اخندزاده د صادره او وارده چارو د لابهبود په موخه هم د یادې محکمې مسؤولینو ته ځينې سپارښتنې وکړې.

د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې محترم رئیس د میزانې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې کارکوونکو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو کارونه پر وخت ورخلاصوئ، په دې سره به له یوې خوا د مراجعینو د شکایاتو مخه نیول شوې وي او له بلې خوا به الله (جل جلاله) او اسلامي امارت ته مسؤول نه یاست .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالکریم «حقاني» په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۱۱
Background image

له ۱۴۴۴/۴/۱۲ څخه تر۱۴۴۴/۴/۲۵ نېټې د تقنیني سندونو او د محاکمو د فیصلو په برخه کې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست د اجراآتو لنډ راپور

  1. د سترې محکمې د دېوانونو او مرکزي ریاستونو لپاره طرزالعملونه او مقررې ترتیب شوې دي چې عبارت دي له (د جزا دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره،  د مدني دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره،. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۴
Background image

کندهار کې یوه قضائي پلاوي د دغه ولایت له ټولو زندانونو څخه لیدنه پيل کړه

دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د هدایت او لارښوونې په اساس یوه قضائي پلاوي د یاد ولایت د استیناف محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي محمد نبي حماس په مشرۍ ۱۰ کسیزه با صلاحیه. . .

بیا په خبرونو کی