د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول د کورنۍ لخوا قاتل ته بښنه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۲۴
د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول د کورنۍ لخوا قاتل ته بښنه وشوه


د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک او ترنک سيمه کې په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې سيد عالم د معلم سيد رسول زوى، د امیرخان لمسى د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ايوب کلي اوسېدونکى، د سيد کريم د محمد نسيم زوى، د غلام محمد لمسى د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د رنجوي کلي اوسېدونکي لخوا د سراچې موټر په واسطه په شهادت ورسول شو.
ياده پېښه په ۲۷/۴/۱۴۴۵ هـ ق نېټه د شهر صفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته د دغه ولايت د ترافيکو مديریت لخوا راجع شوه او د زابل ولايت شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسؤولینو، علماء کرامو په ډېرو هلو ځلو د دامان ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځګړيتوب ياده د قتل موضوع په بښنې سره پای ته ورسېده.
ياده فيصله د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا تائيد او موضوع يې په ۲۹/۴/۱۴۴۵ هـ ق نېټه خلاصه شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی