د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له ښاري محکمې لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۵۶
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له ښاري محکمې لیدنه وکړه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۳مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي عبدالجلیل (سفیان) د مرافعه محکمې د جزا دېوان، د امنیت عامه دېوان د رئیسانو او د مدني دېوان د مفتي  په ملتیا د یاد ولایت له ښاري محکمې څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پیل کې یې د ښاري محکمې له رئیس سره ناسته وکړه، د هيئتۍ په اړه یې د تمیز عالي مقام هدایت (باید د چارو د لا ښه سمون لپاره  د ابتدائیه محاکمو څخه وخت پر وخت لیدنه ترسره شي ) ورسره شریک کړ.
ورپسې د ښاري محکمې رئیس د دې محکمې ضروریات له یاد پلاوي سره شریک کړل او په دې برخه کې د مرافعه محکمې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز یاد پلاوي د ښاري محکمې له دېوانونو لیدنه وکړه، د دېوانونو اداري او قضائي چارې یې وارزولې، د يادو دېوانونو د کارکوونکو کارونه یې وستایل، ستونزې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د ليدنې په پای کې ياد پلاوي د کارونو د لا ښه سمون او خپل مسؤولیت ته د متوجه کېدلو په اړه ورته لازمې سپارښتنې وکړې؛ د دېوانونو رئیسانو د یاد پلاوي څخه مننه وکړه او خپله خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

بیا په خبرونو کی