د حقوقو ریاست د عمومي رئیس په مشرۍ د یاد ریاست د چارو د بهبود په موخه اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۰:۲۷
د حقوقو ریاست د عمومي رئیس په مشرۍ د یاد ریاست د چارو د بهبود په موخه اداري ناسته ترسره شوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په اتمه نېټه د حقوقي ریاست د عمومي رئیس محترم مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ د یاد ریاست اړوند تېرو چارو د ارزونې او راتلونکو کارونو د بهبود په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې چې د حقوقو عمومي ریاست د  غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د حقوقي عمومي ریاست غړو، د کابل ولایت د حقوقو رئیس، د یاد ریاست امرینو، مدیرانو او کارکوونکو ګډون درلود.

ناسته د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ناستې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې وکړې چې ورسره د یاد ریاست اړوند مراجعینو کارونو ته په احسنه توګه رسېدنه کېږي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د حقوقو ریاست د چارو د لا ښه والي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت او انسجام په اړه له یو بل سره ګټورې مشورې شریکې کړې.

یاده ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی