د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۰۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۵۷
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۰۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۸۲) وثیقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۹/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۲۱/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پوري د (۴۰۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۱۸۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې :
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۴۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۵۸) دوسیې فیصله شوې، د (۴۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۷۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۲) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی