د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (٣٨٣) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (١٧٨) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۴:۴۶
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (٣٨٣) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (١٧٨) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له( ۱۳/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۳۸۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۱۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي، مدني او تجارتي برخو کې:

د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (٢١٥) بېلا بېلې حقوقي، مدني او تجارتي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.

 له دې جملې څخه (٥٤) دوسیې فیصله شوې، (١٥) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (١٧٢) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (١٤٥) جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.

له دې جملې څخه (٥٠) دوسیې فیصله شوې، (١١) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (٨١) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (١٧٨) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

د تحریرات ریاست اداري برخه کې:

 د مرافعه محکمې تحریراتو ریاست ته په دوو اونیو کې (٢٣٩) عریضې وړاندې شوې، چې په لنډ وخت کې ورته رسېدنه شوې ده.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه عالي مقام فرمانونه او مصوبې، د سترې محکمې د عالي مقام متحدالمآلونه او مکتوبونه په ټاکلي وخت اجرا شوي او ټولو اړوند محاکمو ته استول شوي دي.

په دوو اونیو کې د بلخ مرافعه محکمې د تحریراتو په وارده او صادره کتاب کې (٣٧٨) مکتبونه وارد او صادر شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی