د اروزګان په استیناف محکمه کې د دغه ولایت له یو شمېر اداري مسؤولینو سره ناسته وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د اروزګان په استیناف محکمه کې د دغه ولایت له یو شمېر اداري مسؤولینو سره ناسته وشوه

په۱۴۴۴/۳/۲۶ هـ ق نېټه د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) په یاد ولایت کې د ماشومانو د ساتنې شبکی او یو شمېر نورو اداري مسؤولینو سره وکتل.

په دې غونډه د عدلیې ریاست د استازي مولوي عبدالرحیم عثماني، د کار او ټولنیزو  چارو ریاست استازي شاه محمود احمدي، د سرې میاشتې ریاست استازي امان الله افضلي، د تربیې او اصلاح آمریت استازي نقیب الله حقاني، د ماشومانو د ساتنې شبکې استازي شیرالله عزیزي او د مرافعه محکمې لخوا محب الله نظري ګډون درلود.

د استیناف محکمې رئیس محترم (ابوالتقي) د یادې ادارې مسؤولینو سره ناسته کې د ماشومانو دملاتړ او ساتنې د لاښه والي په خاطر یادو کسانو ته سپارښتنې وکړې وویل، باید د ماشومانو د لاښه والي لپاره ډېرې هڅې وکړو؛ ځکه ماشومان چې ښه وروزل شي راتلونکې ټولنه به هوسا وي، باید په ټولنه او مساجدو کې خلکو ته د ماشوم اړوند عامه پوهاوی ورکړل شي، چې ښوونځیو او مدارسو کې یې داخل کړي، د کوم جرم مرتکب نه شي او هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم وي، جرم وکړي باید د محبس پر ځای تربیه اصلاح ته وسپارل شي.

یو شمېر اداري مسؤولینو هم د مرافعه محکمې رئیس ته ډاډ ورکړ چې موږ به تر خپلې وسې په دې برخه کې همکاري کوو.

د یادو اداري مسؤولینو له جملې څخه د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي شاه محمود احمدي وویل، کوم ماشوم چې جرم وکړي د هر ارګان لخوا که ونیول شي باید موږ ته خبر راکړي، چې موږ ورسره د اصلاح او روزنې برخه کې همکاري وکړو.

د ماشومانو د ساتنې شبکې مسؤول شېرالله عزیزي وویل، کوم ماشوم چې جرم ترسره کړي د محبس پر ځای باید یوه مدرسه کې داخل شي، موږ په دې برخه کې پوره همکاري کوو چې ماشومان په مدرسه کې خپل درسونه ووایي او هم به په راتلونکي کې د ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسېده .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي) د معرفت غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم شیخ غلام حضرت (زاهدي)، په ۱۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په يوه غونډه کې، چې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي غړو او اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غور ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس  محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام (مسلم)،. . .

بیا په خبرونو کی