د اروزګان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ قضائي او اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۹:۴۹
د اروزګان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ قضائي او اداري ناسته ترسره شوه

په ۲۱/ ۱۰ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د دې محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ سخیداد (ابوالتقی) په مشرۍ قضائي او اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د  مرافعه محکمې ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو، د ښاري ابتدائیه محکمې او د (۶) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضاتو او محررینو ګډون درلود.

ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ سخیداد(ابوالتقی) د قضاء د ارزښت په تړاو خبرې وکړې وویل، قضاء د ملا د تیر حیثیت لري، که په یو ملک او هیواد کې قضاء برابره وي هغه هیواد به په ټولو چارو کې کامیاب وي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس قضات خپلو دندو ته متوجه کړل او وویل،  لکه څرنګه چې د حضرت عمر (رضی الله عنه) په زمانه کې قضاء وه، موږ او تاسو مکلف یو چې هغسې قضاء وکړو، هم به امارت کامیاب وي او هم به موږ او تاسو په ټولو چارو کې کامیاب یو.

محترم شیخ سخیداد(ابوالتقی)  زیاته کړه، په قضاء کې باید له قومي تعصباتو څخه ډډه وکړو، لکه د حضرت علي(کرم الله وجهه) په وخت کې چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) او یوه یهودي ترمنځ دعوه وه او قاضي شریح فیصله د یهودي په ګټه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه او ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو قضاتو او اداري کارکوونکو ته ټینګار وکړ چې سیرت او صورت د شریعت مطابق برابرکړي، د حاضرۍ پابندي وکړي، پر وخت خپلو دندو ته راشي او بېرته په ټاکلي وخت لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه چې د نن ورځې کار سبا ته مه پرېږدئ او په خپلو منځو کې باید اتفاق او اتحاد ولرئ، د یوه او بل په چارو کې هېڅ مداخله مه کوئ؛ قاضي، مفتي او محرر باید خپل کار په همکارۍ ترسره کړئ، په خپل منځ کې اخلاص او مینه ولرئ.

محترم شیخ سخیداد (ابوالتقی) زیاته کړه، که موږ په اخلاص سره خپله دنده ترسره کړو،  یو طرف به الله(جل جلاله) اجر راکړي، بل خوا به مو خپله اسلامي او شرعي وجیبه په صحیح توګه سرته رسولې وي.

د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس قاضیانو ته سپارښتنه وکړه چې قضائي اصول په پام کې ونیسي، له مراجعینو سره ښه سلوک وکړي او دوسیو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي.

ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی