د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د کلنۍ آزموینې پایلې اعلان کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۳
د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د کلنۍ آزموینې پایلې اعلان کړې

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست نن دوشنبې (۲۸/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د خپلو کلنیو تدریس شویو مضامینو په برخه کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو له کارکوونکو او امنیتي قطعې له مجاهدینو څخه د اخیستل شوې کلنۍ آزموینې پایلې اعلان کړې.
د دغه پایلو د اعلان په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د سترې محکمې مسؤولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د مرکزي تمیز عالي ریاست رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني) د دعوت د اصولو، د اسلامي امارت د محترم مشرتابه له لوري د امارتي ادارو په تشکیل کې د دعوت او ارشاد ریاستونو پر ارزښت او یو شمېر نورو اړوند موضوعات تفصیلي بیان وکړ.
محترم شیخ محمد شریف (حقاني) وویل، د اسلامي امارت د عالیقدر زعیم (حفظه‌الله تعالی) له‌خوا د اسلامي امارت په ټولو ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست جوړول او د امارتي ادارو کارکوونکو ته د ضروري دیني احکامو تدریس پر موږ او تاسو یو لوی شفقت دی؛ ځکه موږ ته د دې زمینه برابروي چې خپلو کورنیو ته د حلال رزق پیداکولو او اسلامي نظام کې د خدمت ترڅنګ د دین پر احکامو پوه شو.
نوموړي د ناستې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د دین ټول احکام په ځان عملي کړي او د خپل ځان، کورنۍ او دوستانو ظاهري او باطني اعمال د شریعت مطهره د احکامو مطابق جوړ کړي.
دغه راز محترم شیخ محمد شریف (حقاني) د دعوت او ارشاد ریاست مسؤولینو او منسوبینو ته په اشاره وویل، د الله تعالی دین ته خلک په حکمت او ښو اخلاقو را دعوت او په ډېر حکمت او ښه طریقه ورته د دین احکام تدریس کړئ.
د غونډې په پای کې د آزموینې ممتاز ګډونوال پر مادي او معنوي ډالۍ ونازول شول او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د خپل تدریسي پلان له مخې هر کال د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو کارکوونکو او د امنیتي قطعې مجاهدینو ته د دعوت او ارشاد ریاست ریاست ځانګړی نصاب، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) فرامین او احکام د قرآنکریم ترجمه او تفسیر او نورو ضروري موارد تدریس کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د کلنۍ آزموینې پایلې اعلان کړې

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست نن دوشنبې (۲۸/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د خپلو کلنیو تدریس شویو مضامینو په برخه کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو له کارکوونکو او امنیتي قطعې له مجاهدینو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
۱ـ په دویمه ربعه کې د قضائي تدقیق ریاست له لوري د (۳۴۱) جزائي، مدني، تجارتي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او غړو، د وثایقو آمرینو او غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد آمر په ګډون،. . .

بیا په خبرونو کی