په ننګرهار ولايت کې يوې مجرمې او متهمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۲۱
په ننګرهار ولايت کې يوې مجرمې او متهمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم او زنا په تور، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاده مجرمه او متهمه پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه، چې یادې ښځې د محکمې په دې پرېکړه قناعت درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته د مسؤولينو او عامو هېوادوالو په شتون کې تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی