خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۳:۲۶
خوست ولایت کې (۹) مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس نهه (۹) تنو ته د غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، رشوت او شراب خرڅولو په جرم نن پنجشنبه ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې دوه مجرمين پر ۱۸ میاشتو تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر درې کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر یوه کال تنفيذي بند، یو مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر شپږو میاشتو تنفیذي بند او (۳۵) دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي، نظامي منسوبینو او عام هېوادوالو ګډون درلود.
یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی