د هلمند ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۱۱
د هلمند ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه غونډه وشوه

د هلمند ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ټولو دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د ښاري ابتدائیه محکمې قضائي غړو، تحريراتو او حقوقو آمرينو او د امنيتي قطعې قوماندان په ګډون، له ابتدائیه محاکمو څخه د راجع شوو یو شمېر موضوعاتو په اړه د بحث په موخه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي محمدي د غونډې اجنډا بیان کړه او له ابتدائیه محاکمو څخه د راغلو یو شمېر موضوعاتو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې؛ یادو موضوعاتو ته حللارې پيدا او اړوند محکمې ته ولېږل شوې.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس د دېوانونو رئيسانو ته لازم هدايت وکړل او ځينې موضوعات يې مسؤولينو ته ورکړل، ترڅو يې ځوابونه په تحريري بڼه راتلونکې غونډې ته راوړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی