د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۴۵) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵۲
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۴۵) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۴۱۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۴۵) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۶۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی