د خوست ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) د یاد ولايت د احکامو او فرامينو د تعقيب او نظارت رئيس مولوي محمد زمان (عمري) او ورسره مل پلاوي سره، په ۲۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عالیقدر اميرالمٶمنين (حفظهالله تعالی) د فرمانونو پر تطبیق او ښې همغږۍ ټينګار وشو.
غونډه د مرافعه محکمې رئيس لخوا د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.
