د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۰
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه سرته رسولي دي:

1-    په ځینو خاصو مواردو کې (۹۶۲۳۲) افغانۍ عایدات راټول او د امارت خزانې ته انتقال شوي دي.
2-    د (۲۴۹۲) شمېرې، ۹/۸/۱۴۰۴نېټې) متحدالمآل له مخې د ۴ تنو فوتي او بې‌برخلیکه کارکوونکو د تقاعد ۸٪ حقوق حواله او تادیه شوي دي.
3-    د کابل ولایت د څلورو زونونو اړوند محاکمو کې د دفترونو ترمیم او رنګمالي ترسره شوې ده.
4-    د مراجعینو د اسانتیا لپاره د ښځو او نارینه‌وو جلا سایه‌ بانونه، د ننوتلو او وتلو منظمې لارې او د انتظار غرفې جوړې شوې دي.
5-    د استوګنې د (۱۰) کورونو پروژه تر شاوخوا ۸۰٪ پورې تطبیق شوې ده.
6-    د آرشیف مدیریت لپاره د اسنادو د معياري ساتنې په موخه ۲۷ فلزي المارۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
7-    د وسایطو د ترمیم او ترانسپورټي چارو د لا چټکتيا په موخه ځانګړی ورکشاپ جوړ او فعال شوی دی.
8-    د سروبي ابتدائیه محکمې لپاره ۱۱.۸ کیلوواټه سولري سیستم د بدیلې انرژۍ د کارونې په موخه نصب او فعال شوی دی.
9-    د ښاري ابتدائیه محاکمو د حفظ الصحې د وضعیت لا ښه‌والي په موخه د ضرورت وړ ځایونو اساسي ترمیمات ترسره شوي دي.
10-    د هلمند، کندهار د (کښته میوند) او کاپیسا ولایتونو د ابتدائیه محاکمو د ودانیو لپاره ابتدائي برآوردونه او نرخ ‌ګیري ترسره شوي دي.
11-    د سترې محکمې په انګړ کې د محافظتي قطعې د مجاهدینو د استوګنې لپاره د دوه منزله تعمیر پروژه شاوخوا ۲۰٪ تطبیق شوې ده.
12-    د ملک په کچه محاکمو او قضاتو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شوې، د اړتیا پر بنسټ وسایط له مرکزي پارکینګ څخه اړوندو ادارو ته توزیع شوي، د وسایطو لپاره تېل، روغنیات، پرزې او نور تخنیکي تجهیزات په دوامداره توګه خریداري، اکمال او توزیع شوي دي او سربېره پر دې، خوراکي او غیرخوراکي توکي هم اړوندو واحدونو ته رسول شوي دي.
13-    د مالي او اداري چارو عمومي رياست ټولټال ۲۴۳ قطعې مکتوبونه د بېلابېلو مهمو او اړینو مالي او اداري موضوعاتو په تړاو صادر کړي دي، ۸۷ حوالې مرکزي ریاستونو ته او ۳۶ حوالې د خریدارۍ اجناسو لپاره ورکړل شوې دي، ۴۱ حوالې ولایتي محاکمو ته او ۷۴ مطبوع حوالې مرکزي او ولایتي ادارو ته توزېع شوې دي او سربېره پر دې د ټکنالوژۍ اړوند ۲۹ حوالې صادرې شوې دي.
14-    د (۲۵۷۵) ناروغانو درملنه شوې؛ له دې جملې (۱۵۴) ناروغان تخصصي روغتونونو ته راجع شوي، (۲۴۶۳) ناروغانو ته اړینې دواګانې توزېع شوې دي، (۹۱۶) ناروغانو ته لابراتواري معاینات ترسره شوي دي او (۱۰۸۵) ناروغانو ته نرسنګ خدمات، لکه: پانسمان، زرقیات، سیروم، اکسیجن ‌تراپي او د زړه ګراف وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

د سترې محکمې په اړوند ماتحت محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه پرون چهارشنبه (۳/۱۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه د سترې محکمې د اداري. . .

بیا په خبرونو کی