د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۵۸
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د دوو اونیو (له ۱ /۸ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۴۱) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۱۲) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۹) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

د کندهار ولايت لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کندهار ولايت لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل له امله رامنځته شوې موضوع، په ۲۸/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۹
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي او پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبېح‌الله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۲، ۱۴ او ۱۶مه نېټه د کابل ولايت د نشه‌يي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د دوو اونیو (له ۱ /۸ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی