په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۰
په پکتیکا ولایت کې د قومونو ترمنځ (۸۰) کلنه د شخړې او یوه د قتل موضوع حل شوه

د پکتيکا ولايت دنکه او مټاخان ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷هـ ق د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د څلورو قومونو ترمنځ اتیا کلنه شخړه او بله د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د شخړې موضوع (۸۰) کاله مخکې د څلورو قومونو (اندرخېلو، مردک خېل، کڼي خېلو او شمرود) ترمنځ د ځمکې په سر د جنجال  له امله رامنځته شوې وه او بله موضوع د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې وه، چې يو کس په کې وژل شوی و.
یاد موضوعات ابتدائیه محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول، ورپسې مسؤولينو او قومي مشرانو یاد طرفونه سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغيب وروسته يې سولې ته غاړه کېښوده.

د شخړې او قتل یاد موضوعات د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ یو بل ته تر بخښنې وروسته په رسمي ډول پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۹۱) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۱ /۸ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۹۱) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.

 یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۳۰

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱۸
Background image

د زابل ولايت اتغر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت اتغر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عنايت الله په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو لخوا، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر. . .

بیا په خبرونو کی