د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۷
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۴۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۵) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۶۴) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۵۶) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۰۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۳۲۵۰/۶۸۴۲) ګڼې، (۲۹ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې حکم او د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي ریاست د (۳۳) ګڼې او (۱۴۴۷/۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
Background image

د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

بیا په خبرونو کی