د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۵۲
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ  ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې د روان هـ ق کال په پیل کې د قره باغ ولسوالۍ اړوند (پیتاوه) کلي کې پیښه شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه او د ابتدائیه محکمې لخوا دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
وروسته ياده موضوع د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود حل شوه؛ د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه، دښمني يې په دوستۍ بدله شوه او مضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی