محترم مولوي سعيد مختار (کريمي) د کابل ولايت مرافعه محکمې تحريراتو رياست د نوي رئيس په توګه وټاکل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۴۹
محترم مولوي سعيد مختار (کريمي) د کابل ولايت مرافعه محکمې تحريراتو رياست د نوي رئيس په توګه وټاکل شو

محترم مولوي سعيد مختار (کريمي) د سترې محکمې عالي مقام د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم عالي مقام د حکم په اساس د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئيس وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې محترم مولوي سعيد مختار (کريمي) له دې مخکې د لوګر ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو د آمر په توګه خدمت او دنده کوله، چې د سترې محکمې عالي مقام د لزوم دید په اساس د کابل ولايت تحریراتو رياست د نوي رئيس په توګه وړاندیز او وټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت مرافعه محکمې د مسئولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د فراه ولايت د ګلستان. . .

بیا په خبرونو کی