د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۵۵
د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعې کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1ـ د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو ادارو، محاکمو او وزارتونو څخه (۳۴۴۰) مکتوبونه او وړاندیزونه راغلي؛ چې له هدایت او اجراآتو وروسته اړوند ادارو ته بېرته لېږل شوي دي.
2ـ د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې (۱۴۲۰) جزائي دوسیې د تعزیري سزاګانو د تطبیق په موخه اړوندو ادارو ته راجع کړې دي.
3ـ د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست لخوا د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) د فرمان مطابق په ټاکلي وخت د مياشتې د ليدلو هیئت ناستې جوړې او تنظیم کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی