د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غزني ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۱۱
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غزني ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې مشري یې مولوي حبیب الله (حبیب) کوله؛ مولوي عبدالله (ذکي) او مولوي امدادالله (حنفي) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق  کال د ربیع الآخر میاشتې په (13مه) نېټه غزني ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي د لیدنې په پيل کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د غزني ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس بندیان يې وکتل، د هغوی شکايتونه او ستونزې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
قضائي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (18) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، د حقوقو آمریت، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د خپل پلټنې په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره یادداشت کړل او په پای کې يې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټولې ستونزې  يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
د پلټنې یاد پلاوي په دې سفر کې د غزني ولایت له جنائي مدیر او د ولسوالیو له ځینو مسؤولینو سره ناستې ترسره کړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد اتلس ورځنی سفر د 1447هـ  ق کال د جمادی الأولی میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

بیا په خبرونو کی