د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۱۳
د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس خبرې وکړې وويل، د حاضرۍ پابندي کوئ، له اړتیا پرته غير حاضري مکوئ او که کوم کس ته اړين کار پيدا شو، خپل رئيس ته خبر ورکوئ.
د غونډې په دوام د تعزیري سزاګانو لپاره د ځای پر انتخاب، د تعزیري سزاګانو پر مهال د امنيت ساتنې او په نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د عامه امنيت او جزا دېوانونو رئیسانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۴
Background image

د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۳۴۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د پروان ولايت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د دوو اونیو (له ۱ /۵ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۵ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی