د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د دهراود او چهارچينو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۶
د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د دهراود او چهارچينو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه د اجرائيه مدیر محب الله نظري او د حقوقو آمریت آمر مولوي الله داد (عابد) په ملتيا د دهراود او چهارچینو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
 د مرافعه محکمې رئیس په یاده لیدنه کې د دهراود او چهارچینو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو مسؤولينو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته د قضائي او اداري چارو د ښه تر سره کولو په موخه لازم هدایات وکړل وویل، د خلکو عرایضو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي، د خلق الله کارونه دې په شفاف ډول په خپل وخت حل او فصل شي.
نوموړي یادونه وکړه چې د خلکو تر سره کړو فعالیتونو، راپورونو، د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو، د سترې محکمې عالي مقام د دارالانشاء محترم عمومي ریاست د متحدالمآلونو او د مرافعه محکمې مکتوبونو او احکامو ته دقیقه توجه وکړئ او په ټاکلي وخت مرافعه محکمې ته د خپلو اجراآتو خبر وړاندې کړئ، تر څو قناعت پر ځای او د مراجعینو ستونزې په خپل وخت سره حل شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس په خپل منځونو کې د اطاعت او يووالي په اړه هم لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو د صادرې، واردې، رسيداتو، اندراج، د عرایضو د ثبت کتاب، د حاضرۍ کتاب، جلب پاڼې او ضمانت خط کتابونه وکتل شول او په اړه یې د یادو ولسوالیو اداري کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د مرافعه محکمې رئيس په یاده لیدنه کې ګډونوالو ته وویل، د ولسوالۍ د نورو چارواکو سره نېک برخورد وکړئ، تر څو اسلامي امارت قوي او متحد پاتې شي، د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ژمنه وکړه چې ستاسو ټولې خبرې او سپارښتنې به عملي کوو او خپل قضائي او اداري چارې به په پوره صداقت او رښتینولی تر سره کوو.
وروسته د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د یادو ولسوالیو د محبسونو څخه لیدنه وکړه او د ټولو بندیانو ستونزې یې واورېدې او بندیانو ته یې ډاډ ورکړ چې دوسیې به یې په بیړني ډول تر څیړنې لاندې ونیول شي او په اړه به یې اصولي او شرعي اقدامات تر شره شي.
یاد پلاوي د یادو ولسوالیو د ولسوال، امنیه قوماندان او استخباراتو مدیر سره لیدنه کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې؛ یادو مسؤولينو ژمنه وکړه چې په ټولو اړوند برخو کې به له محاکمو سره بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی