د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د صفرالمظفر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴۶
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د صفرالمظفر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په جریان کې د (۱۰۰) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي چې په دې کې (۷) د جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۲) د تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۲) د مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۷) د وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۲) د متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۳۸) د قضائي تفتیش د ګزارشونو په تړاو تدقیقي نظریات، (۱) د عارضینو د عرایضو پر وړاندې تدقیقي نظر، (۱۹) مکتوبي موضوعات او (۲) مستردي موضوعات شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی