د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند د ده سبز ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس محترم مفتي صفت الله (عباس)، د یادې محکمې قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۷ /۱۲ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده قضيه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د ابتدائيه محکمې رئيس د مقتول کورنۍ بخښنې ته وهڅوله، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتول وارثينو بخښنې ته غاړه کېښوده.
د مقتول کورنۍ له رضایت وروسته یاده موضوع د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځايي اوسېدونکو په کې ګډون درلود، حل او د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

 
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس. . .

بیا په خبرونو کی