د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۸
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه محکمې، ښاري، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۱۳۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۴۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۳۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدي) د معرفت غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدی)؛ په ٢٥/ ۱ / ١٤٤٧هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دیوانونو رئیسانو، د وثیقو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمود سید (مخلص) د معرفت غونډه وشوه

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي محمود سيد (مخلص)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسواليو ابتدائیه محاکمو قضائي. . .

بیا په خبرونو کی