د میدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۱۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۲
د میدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۱۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ او کندوز ولايتونو مرافعه محاکمو، ښاري ابتدائيه محاکمو او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۱۸۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۵۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې د میدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو ته (۷۰۱) حقوقي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۱) دوسیې فیصله شوې، (۵۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې د میدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو ته (۴۰۱) جزائي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
یادو محاکمو په تېره یوه میاشتې کې د (۶) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادر کړي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو په يوه مياشت کې (۶۵۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی