د سترې محکمې په انګړ کې د اودسونو ځای جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۵:۴۶
د سترې محکمې په انګړ کې د اودسونو ځای جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) صاحب لخوا د سترې محکمې په انګړ کې د اودسونو لپاره جوړ شوی ځای نن د چهارشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۳ مه نېټه پرانېستل شو.

د پرانېستې په دې غونډه کې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، مالي او اداري رياست عمومي رئيس محترم الحاج مولوي کريم الله (زاهد) يو شمېر رئيسانو، کارکوونکو او مراجعينو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک حقاني وويل، د سترې محکمې د رهبرۍ تل هڅه دا وي چې د ټولو محاکمو ستونزو او غوښتنو ته په هره برخه کې په خپل وخت رسېدنه وکړې او اړتياوې يې پوره کړې.
محترم حقاني صاحب، په خپلو خبرو کې د مالي او اداري چارو رياست اړونده کارکوونکو د چارو او کارونه ستاينه وکړه او د هڅونې په موخه يې دوی په نغدي ډاليو ونازول.
د غونډې په وروستيو کې مراجعينو او کارکوونکو د سترې محکمې له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې دوی ته په هره برخه کې لازم سهولتونه او اسانتياوې رامنځته کړې دي.
د پرانېستلو یاد مراسم د دعاء په ويلو پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی