د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۴۵
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د پکتیا ولایت د اختصاصي محکمې د قاضي مولوي محمد عبدالغفور (حلیم)، قضائي غړي، د پکتیا د عدلیې ریاست، د امارت د قضایاوو د آمر مولوي عبدالجلیل (شاکر) او د یاد آمریت له مسلکي غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئيس حاضرینو ته ښه را غلاست ووایه، ورپسې د ناستې ګډونوالو خپلې کاري ستونزې د مرافعه محکمې له عمومي رئيس سره شریکې کړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس وویل، محاکم مکلف دي چې په خپلو قضائي چارو کې شفافې او عادلانه کړنې تر سره کړي، محاکم باید د هېڅ شخص او ارګان تر تاثیر لاندې نه وي، د افغانستان په سطحه محاکم تل دا هڅه کوي، تر څو عدالت تطبیق کړي او حق حقدار ته وسپاري.
د مرافعه محکمې رئيس د امارتي منقولو او غیر منقولو اموالو د تلف کېدو د مخنیوي په اړه هم ویناوې وکړې، د امارت د قضایاوو آمر او غړي ته یې توصیه وکړه، چې په مشروع او اصولي ډول د امارت له اموالو او املاکو څخه دفاع وکړي ترڅو بیت المال ضایع نشي.
دغه راز محترم مفتي خالد د ناستې ګډونوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه او غونډه په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۹۰۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې د ۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۹۰۳) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

۱-. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۱
Background image

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يوه څلور کسيز پلاوي چې الحاج شيخ مفتي محمد لعل (بند تيموري)، مولوي محمد موسی کليم،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده چې. . .

بیا په خبرونو کی