د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۴۴
د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د زابل ولايت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ۱۱ /۹ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه چې په پايله کې يې يو تن په شهادت رسېدلی و، د يادې پېښې موضوع په ۲۵/ رمضان المبارک د شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوه.
ياده پېښه د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د قاضي مولوي عزيزالله (اخندزاده) په ډېرو هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب حل شوه؛ د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه.
د يادونې وړ ده چې دغه (۱۵)مه د قتل موضوع ده، چې د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس او قضا‎ئي غړو په هڅو حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی