د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د محاکمو له محافظتي مسؤولينو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۷
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د محاکمو له محافظتي مسؤولينو سره وکتل

 د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې رياست مقام کې د یادې  محکمې د رئيس  محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ غونډه وشوه.

غونډه چې د ښاري محکمې محترم رئیس، د مرافعه او ښاري محاکمو او د ټولو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو د محافظتي قطعې مسؤولينو په کې ګډون درلود د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه.

ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، ټولو مسؤولينو او مجاهدینو ته یې هدايت وکړ چې خپلو وظايفو او مسؤوليتونو ته متوجه شي او د خپلو مشرانو اطاعت به کوي.

ځکه د امیرانو اطاعت واجب دی او د محاکمو د قضائي مسؤولینو سره به پوره همکاري کوئ، مراجعینو ته به تر خپله وسه اسانتیاوې برابروئ.

دغه راز یې د محاکمو ټولو مجاهدینو ته د سترې محکمې د دعوت وارشاد د هدایت په اړه مفصلې خبرې وکړې زیاته یې کړه چې موږ او تاسو ټول د سترې محکمې څخه د راغلي طرزالعمل په عملي کولو باندې مکلف یو.

نوموړي  ټولو مسؤولينو ته اطمینان ورکړ چې موږ به همېشه ستاسو د شته ستونزو په حل کې نهايي کوښښ کوو ‌.

غونډه د اختتامیه دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی