د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې (۲۵۶۶) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۲:۴۴
د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې (۲۵۶۶) دوسيې حل او فصل کړې دي

د کابل د ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق کال څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۲۵۶۶) دوسيې حل او فصل کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې (۸۴۲) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۴۷۵) دوسیې فیصله شوې، د (۲۶۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې (۷۹۳) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۳۷) دوسیې فیصله شوې، د (۶۳۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت او پنځلس ورځو کې (۵۳۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۱۶) دوسیې فیصله شوې، د (۷۳۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی