د ننګرهار زون د ابتدائیه نظامي محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۸
د ننګرهار زون د ابتدائیه نظامي محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د روان ١٤٤٥ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم الحاج مولوي جلیل احمد (هلال) د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

په یاده ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور رشاد (اخندزاده)، د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې مخکني رئیس محترم الحاج مولوي عین الله (خلیل) او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
 غونډې ته د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان(خیرخواه) صاحب تر تفصیلي وینا وروسته د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې نوی رئیس حاضرینو ته ور معرفي کړ.
دغه راز د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون نوي ټاکل شوي رئیس ته ټینګار وکړ چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانستان اسلامي امارت قوانین او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه عملي کړي.
محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د خپلې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې نوي ټاکل شوي رئیس ته د ښه خدمت کولو غوښتنه او دعا وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی