د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۴۴۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۵:۱۶
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۴۴۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پوري د (۴۴۵) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۰۸) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۷۶) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۲۰۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۶) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې ( ۲۰۸) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی