د کابل ښار د اسنادو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې د (۲۳۸۷) نکاح خطونو په ګډون، (۲۹۶۶) بېلا، بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د اسنادو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۵/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې (۲۹۶۶) بېلا، بېلې وثيقې اجرا کړې دي چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د اسنادو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په يو مياشت کې (۴۰۴) نکاح خطونه او (۷۹) نورې بېلا، بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د اسنادو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په يوه مياشت کې (۳۵۱) نکاح خطونه او (۱۵۲) نورې بېلا، بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د اسنادو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په يوه مياشت کې (۴۲۳) نکاح خطونه او (۸۹) نورې بېلا، بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د اسنادو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په يوه مياشت کې (۲۹۴) نکاح خطونه او (۱۱۹) نورې بېلا، بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د اسنادو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په يوه مياشت کې (۳۳۵) نکاح خطونه او (۶۵) نورې بېلا، بېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د اسنادو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د اسنادو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په يوه مياشت کې (۵۸۰) نکاح خطونه او (۷۵) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.