د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام د نظامي منسوبينو دېوان ته نوی رئيس ور معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۱:۵
د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام د نظامي منسوبينو دېوان ته نوی رئيس ور معرفي شو

نن پنجشنبه د ۲۳/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام په عمومي رياست کې د دېوانونو لوړ رتبه مسؤلينو، د دېوانونو غړيو، د مقام رياست عمومي رئيس، د سترې محکمې قضائي معاون، دفتر رئيس، د تفتيش رئيس، د تعليمات قضائي رئيس او ګڼ شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې د نوي رئيس محترم الحاج شيخ الحديث مولوي عزيزالله (مظهري) د معرفت غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې قضائي معاون شيخ الحديث والتفسير سردار محمد (ابوالفيضان) صاحب د اصولو د پابندۍ، اطاعت، د ښه خدمت په اړه تفصيلي خبرې او بيان وکړ، نوموړي د اسلامي امارت په مسؤلينو غږ وکړ چې د مشرتابه ټولو فرامينو، احکامو او هداياتو مطابق چلند وکړئ، د زورېدلي ملت تر خپل وسه خدمت او همکاري وکړئ.
د يادې غونډې په دوام د جنوب غرب زون د تميز عالي مقام او د سترې محکمې قضائي معاون له لوري د نظامي منسوبينو دېوان رياست منسوبينو او کارکوونکو ته نوی رئيس محترم الحاج شيخ الحديث مولوي عزيزالله (مظهري) معرفي او ور وپېژندل شو.
ياده غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی