کابل ولایت کې یوه متهم ته تعزیرِي سزا ورکړل شوه

د چهارشنبې په ورځ (۸/۵/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون د جزا دېوان د حکم په اساس یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د دغه کس دوسیه چې په زنا متهم و، یو کال مخکې د کابل ابتدائیه محکمې د جزا دېوان ته راجع شوې وه، چې محکمې پرې د یو کال تنفیذي بند او ۳۹ شرعي درو تعزیري سزا حکم کړی و.
یاد کس ته د یو کال تنفیذي بند مودې تر پوره کېدو وروسته پرون په عام محضر کې ۳۹ درې تعزیري سزا هم تطبیق او له بنده آزاد شو.