د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۶۱۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۴۶
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۶۱۲) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي


د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، د اسنادو او وثایقو د ثبت آمریت، ښاري ابتداٸيه محکمې، د پکتيا زون ابتدائيه نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۶۱۲) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۱۹۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۸۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مــخکې هم يو شمېر دوســیې مـوجودې وې.
له دې جملې څخه (۵۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۹۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۶) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۱۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۰) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۹۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
 د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی